راپورونه ښيي چې امریکا پر ایران د خپلو بریدونو نوی پړاو پیل کړی دی. ایراني رسنیو په کیش، قشم او جام ټاپوګانو، همدارنګه په بوشهر او هرمزګان ولایتونو او بندرعباس ښار کې د چاودنو خبر ورکړی دی.
په ورته وخت کې، ایران اعلان کړی چې په کوېټ کې یې د امریکا څو پوځي مرکزونه او یوه امریکايي بېړۍ په نښه کړې ده. همدارنګه په بحرین کې د الجفیر پوځي اډه کې د وسلو څو زېرمې، د سپوږمکۍ مخابراتو یو مرکز او هغه ودانۍ چې امریکايي ځواکونه پکې مېشت وو، هم د بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
ورته مهال، متحده عربي اماراتو اعلان کړی چې د دغه هېواد د خامو تېلو دوې لېږدوونکې بېړۍ د ایران په کروز توغندیو په نښه شوې دي.
د اماراتي چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې د بېړۍ د عملې یو غړی وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.

