جاکارتا کې د افغانستان سفارت سرپرست، مولوي سعدالله بلوچ د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت د بهرني سیاست د ستراتیژۍ له رییس محمد تقدیر سره لیدنه کړې.
جاکارتا کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا د لارو چارو، د سیاسي او څېړنیزو همکاریو د پراختیا او د افکارو د شریکولو په اړه خبرې شوې دي.
ورته مهال، دواړو لوریو د رغنده خبرو اترو پر دوام، د نږدې اړیکو پر ساتلو او د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

