ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوی امیرخان متقي د ايران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره د کونسلي خدمتونو په اړه خبرې کړي

د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي په کونسلي چارو کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال، وحید جلال‌زاده سره لیدنه کړې.

بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران پر دوه اړخیزو اړیکو، د کونسلي خدمتونو پر ښه والي او سرحدي همکاریو خبرې شوې دي.

په دې لیدنه کې مولوي امیر خان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مخ پر ودې بللي او ټینګار یې کړی، چې کونسلي خدمتونو باید لا اسانه، چټک او د منل شویو معیارونو مطابق شي.

ورته مهال، د ښاغلي جلال‌زاده هم د دواړو هېوادونو ترمنځ کونسلي همغږي مهمه بللې او هیله یې څرګنده کړې، چې له افغان لوري سره خبرې به د کونسلي چارو د لا ښه تنظیم او اسانتیاوو پراخېدو لامل شي.