ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج‌الدین حقاني په پکتیا کې د پاکستان پوځي رژیم د وروستي برید د قربانیانو له کورنیو سره لیدنه کړې

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني، په پکتیا کې د پاکستان پوځي رژیم، د وروستي برید د قربانیانو له کورنیو سره لیدنه کړې دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې خلیفه سراج‌الدین حقاني، د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ هغې سیمې کورنیو ته تسلیت ویلی، چې د پاکستان پوځ د وروستي برید له امله پکې ګڼ شمېر عام هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي وو.

د یادې غمیزې د قربانیانو د کورنۍ یوه غړي وویل، د دې برید ټول قربانیان ملکي وګړي دي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

دغه راز، د دې لیدنې پر مهال قومي مشرانو او مخورو د اسلامي امارت له لوري د ترسره شویو مرستو مننه وکړه، له زیانمنو کورنیو سره یې د نورو مرستو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده، هغه ټپیان، چې لا هم د درملنې لپاره په روغتونونو کې بستر دي، باید روغتیايي وضعیت ته یې جدي پاملرنه وشي.

ښاغلي خلیفه سراج‌الدین حقاني، د شهیدانو ارواحو ته د مغفرت دعا کړې، ټپیانو ته یې د بیړنۍ روغتیا هیله څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی، چې له زیانمنو کورنیو سره به هر ډول اړینې مرستې وشي.