د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې وه چې د را روان ژمي پر مهال په کابل ښار کې د سون توکو بیو د کنټرول په موخه لازم اقدامات وکړي.
د دې کمیټې د پرېکړې له مخې د کابل ښار په څلورو سیمو کې به ۴۰۰زره ټنه د ډبرو سکاره ځای پر ځای شي. چې یو ټن به هېوادوالو ته په ۹ زره افغانۍ ورکول کیږي.

همدا راز د مایع ګازو د بیو د کنټرول او احتیاطي زېرمې درلودلو په موخه د خصوصي سکتور او د ګازو او تیلو دولتي شرکت سره په همغږۍ د ټاکل شوې کمیټې له لوري ځانګړي احتیاطي تدابیر هم نیول شوي دي.