ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران په کویټ قطر او اردن کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړي

د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی، چې پر ایران د امریکا د تېرې شپې بریدونو په غبرګون کې یې د قطر په العدید هوايي اډه کې د امریکا راداري سیسټمونه او پوځي الوتکې په نښه کړې دي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، په دې برید کې د امریکا د اوږد واټن یو راداري سیسټم او څو ستراتیژیکې د سون‌توکو رسوونکې الوتکې په بشپړ ډول ویجاړې شوې او څو نورې هم سختې زیانمنې شوې دي.

دغه‌راز ایران اعلان کړی چې په کویټ کې یې د العدیري او علي السالم پوځي اډې، او په اردن کې یې د الازرق پوځي اډه په نښه کړې ده. په یادو بریدونو کې د امریکایي ځواکونو د مهماتو زېرمې او د سون‌توکو ذخیرې له منځه وړل شوي دي.

بل خوا د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي؛ چې د پرله‌پسې اوومې شپې په بریدونو کې یې د ایران د څارنې مرکزونه، لوژستیکي بنسټونه او سمندري پوځي وړتیاوې په نښه کړي دي.