ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسراییلي رژیم په غزه کې ۱۴ فلسطینیان شهیدان کړي

د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، چې د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي رژیم د وروستیو بریدونو له امله لږترلږه ۱۴ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د غزې په مرکزي برخه کې د بې‌ځایه شویو پر یوه پنډغالي د اسراییلو یوې بې‌پیلوټه الوتکې د ملکي وګړو پر غونډې برید کړی، چې له امله یې اته فلسطینیان شهیدان او لږترلږه ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، د غزې په نورو سیمو کې هم د اسراییلي ځواکونو د ډزو او بریدونو له امله د دوو مېرمنو په ګډون شپږ نور فلسطینیان شهیدان شوي دي.