د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د دې اوونۍ د جمعې د لمانځه د خطبې موضوع «احتکار او د هغه دنیوي او اخروي زیانونه» ټاکل شوې وه، چې د هېواد په بېلابېلو جوماتونو کې علماوو پرې هر اړخیزې خبرې وکړې.
علماوو د جمعې تر لمانځه مخکې وویل، د خوراکي او نورو اړینو توکو احتکار د اسلامي شریعت له نظره ناروا عمل دی او له خلکو یې وغوښتل، چې له دې ناوړه کړنې ډډه وکړي.
د هغوی په وینا، احتکار د خلکو پر ژوند او اقتصادي وضعیت منفي اغېزې کوي او د اسلامي لارښوونو له مخې حرام ګڼل کېږي.
په همدې حال کې، یو شمېر کابل ښاریانو د دې موضوع د ټاکلو هرکلی وکړ او ویې ویل، د جمعې د خطبو له لارې خلکو ته د ټولنیزو او دیني موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکول د ټولنې د اصلاح او د ستونزو د کمېدو لپاره ګټور تمامېږي.
احتکار هغه عمل ته ویل کېږي، چې یو څوک د خلکو اړین توکي په قصدي ډول ذخیره او پټ وساتي، څو په بازار کې کمښت رامنځته او وروسته یې په لوړه بیه وپلوري. دا عمل د ډېرو هېوادونو د قوانینو او د اسلامي شریعت له مخې ناروا او د سزا وړ ګڼل کېږي.

