ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بښنې نړيوال سازمان: پر «امید» روغتون د پاکستان د پوځي رژيم بريد دې د جنګي جنايت په توګه وڅېړل شي

د بښنې نړیوال سازمان په خپلې تازه څېړنه کې غوښتي چې په کابل کې د روږدو د ۲۰۰۰ بستریز روغتون (امید) باندې د پاکستان د پوځي رژیم برید دې د جګړه‌ییز جرم په توګه وڅېړل شي.

دغه سازمان ویلي چې د پاکستان د دې ادعا د سموالي په اړه يې، هېڅ داسې شواهد نه دي موندلي چې ګواکې «امید» روغتون د وسلو او مهماتو د ساتنې لپاره کارول کېده.

د بښنې نړیوال سازمان په دې څېړنه کې له ۶۰ څخه ډېرې ویډیوګانې او انځورونه، ۳۰ سپوږمکۍ انځورونه ارزولي او کره کړي، او همدارنګه یې د «امید» روغتون له ۱۱ کارکوونکو او لیدونکو سره مرکې کړې دي.

د پاکستان د پوځي رژیم د یاد برید له امله د معتادینو د ۲۰۰۰ بستریز روغتون (امید) ۴۰۰ کسان شهیدان او شاوخوا ۲۵۰ نور ټپیان شوي و.