د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه تېره ورځ سهشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ په ۳۰ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې دې غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په شپږو ولایتونو ( ارزګان، دایکندي، غور، زابل، پکتیکا او فراه) کې د لمریزې برېښنا د تولید طرحه د بحث له پاره وړاندې شوه.
یاد معاونیت زیاته کړې؛ له هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د افغانستان برېښنا شرکت دې د یوې میاشتې په جریان کې یاده طرحه له اړوند شرکت سره په هر اړخیز ډول وڅیړي او خپل راپور دې د پانګونې بینالوزارتي کمیټې ته وړاندې کړي.
دغهراز غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د مزارشریف د نایب اباد سب سټیشن د پراختیا او لوژستیکي مرکز د جوړولو په تړاو د وړاندې شوې طرحې په اړه د ټولګټو وزارت راپور هم وړاندې شو. له بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د ښکېلو ادارو له خوا دې وړاندې شوې طرحه په مقایسوي ډول وارزول شي او پایله دې د پانګونې بینالوزارتي کمیټې سره شریکه شي.

