ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

حشمت‌الله شهیدي له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ټېسټ او يوې ورځنيو لوبو لوبډلمشر حشمت‌الله شهيدی له خپلې دندې استعفا وکړه.

نوموړي تېره ورځ سې‌شنبه (۱۴۰۵لمریز، چنګاښ ۳۰مه) پر خپله فېسبوک‌پاڼه ليکلي، چې له لوبډلمشرۍ لاس په سر کېدل يې شخصي پرېکړه ده.

حشمت‌الله شهیدي د ۲۰۲۱زېږديز کال له مې میاشتې راهیسې د افغان لوبډلې لوبډلمشر و او د ۲۰۲۶ کال د جولای تر ۲۱ مې پورې یې دغه دنده پر مخ وړله.

نوموړی د شاوخوا څلور نیمو کلونو لوبډلمشرۍ په موده کې د ۵۵ یو ورځنیو او ۷ ټېسټ لوبو لوبډلمشر پاتې شو، چې په خپله لوبډلمشرۍ کې يې افغانستان ۲۷ يو ورځنۍ لوبې کټلي، ۲۵ يې بايللي او ۳ بې پايلې شوې دي.

شهیدي په داسې حال کې د یو ورځنیو او ټېسټ سیالیو له لوبډلمشرۍ استعفا کوي،‌ چې افغان لوبډله راتلونکې میاشت له ایرلنډ سره د پنځو یو ورځنیو سیالیو دوه اړخېزه لوبلړۍ لري.

حشمت‌الله شهیدي زیاته کړې، چې د لوبډلمشرۍ مسوولیت پرېږدي‌، خو د لوبډلې «بریا، پرمختګ او ویاړ لپاره به د یوه ژمن لوبغاړي» په توګه خپلې هڅې روانې ساتي.‌

د نوموړي تر لوبډلمشرۍ لاندې افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې درېیو پخوانيو نړیوالو اتلانو انګلستان، پاکستان، سريلانکا او همدا راز نیدرلينډ ته ماتې ورکړې، چې له امله يې افغانستان په هغه نړیوال جام کې پر شپږم ځای کې راغی او د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام (چمپینز ټرافۍ) ته یې لاره پيدا کړه.

د يادونې وړ ده، چې له لوبډلمشرۍ څخه د حشمت الله شهيدي د لاس په سر کېدو او نوي لوبډلمشر ټاکل کېدو په اړه تر اوسه د افغانستان کرېکټ بورډ مسولينو څه نه دي ويلي.