د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پکتیا د جهادي څېرې حاجي عبدالرحمن ځدراڼ په ملتیا له ځینو قومي مشرانو سره لیدنه کړې.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې ولس ته د اسلامي امارت پر خدمتونو، له اړمنو سره د مرستو په اړه خبرې او ځینې وړاندیزونه شریک شوي دي.
قومي مخورو او مشرانو د ولس د ستونزو په حل کې د اسلامي امارت هڅو ته په اشارې ویلي، چې د راستنو شویو د غوښتنو او وړاندیزونو پر بنسټ ګڼو اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو او سرپنا په برخه کې اړتیا وړ مرستې رسېدلي.
دغهراز دوی د ورته مرستو د دوام غوښتنه کړې او په خپلو سیمو کې د خدمتونو ځینې وړاندیزونه یې شریک کړي دي.
ورته مهال ښاغلي وزیر یادو قومي مخورو او مشرانو ته ښه راغلاست ویلي او د اسلامي نظام او ولس په اړیکو کې یې د هغوی هڅې ستایلې دي.
مولوي عبدالکبیر د ولس ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه د اسلامي نظام مسوولیت یاد کړی او ویلي یې دي، چې د یاد وزارت په هڅو اړمنو ته د مرستو نوې لړۍ پیل شوې او ګڼو کورنیو ته به ورسېږي.
په پاي کې نوموړي شریک شوي وړاندیزونه مهم بللي او ډاډ یې ورکړی، چې د اړوندو ادارو په همغږۍ به ورته رسېدنه وکړي.

