د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د همکارۍ او د کډوالو ستونزو حل په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازی سره لیدنه کړې.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د سرپناه جوړولو، په فرضي کرښو او سرحدونو کې د ستونزو حلولو، د حل لارو موندلو، همکارۍ دوام، منظمو ناستو، له راستنو شویو سره د مرستو او د تېرو ناستو د پرېکړو تعقیب په اړه خبرې شوې دي.
ښاغلي بنوري ویلي؛ کډوال له ستونزو سره مخ دي، هغوی مرستو ته اړتیا لري، زموږ مسوولیت دا دی، چې ژر تر ژر ورته رسېدنه وکړو.
نوموړي زیاته کړې، چې موږ د ستونزو حل او اړتیاوو پېژندلو لپاره همکارۍ او د منظمو ناستو سم مدیریت ته ژمن یوو. هیله لرو، چې ستاسو په مرسته د کډوالو وضعیت ښهوالي لپار وړ کړنلارې وړاندې کړو.
ورته مهال د کډوالۍ نړۍوال سازمان استازی له کډوالو سره پر خپلو مرستو ټيڼګار کړی او د راستنو شویو د اړتیاوو پوره کولو لپاره یې د ملاتړو برنامو د پیل ډاډ یې وړاندې کړی.

