په مالیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست نقیبالله احمدي د برونای دارالسلام له یوشمېر معتبرو پوهنتونونو څخه لیدنه کړې.
مالیزیا کې د افغانستان سفارت ویلي، د دغو لیدنو پر مهال پر لوړو زدهکړو، علمي او څېړنیزو همکاریو، د استادانو او محصلینو د تجربو پر تبادلې او ګډو علمي پروګرامونو خبرې شوي او دغه راز د پوهنتونونو ترمنځ په همکاريو، تحصیلي فرصتونو او ګډو علمي فعالیتونو پر لا پراختیا ټینګار شوی دی.

