د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د ټاپي پروژې د رغونې چارې په هرات ولایت کې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې مهاله د پروژې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
د وزارت په وینا، د پروژې د ۱۵۳ کیلومتره مسیر له ډلې ۱۲۷ کیلومتره چمتو شوی، ۱۰۶ کیلومتره نللیکه غځول شوې، د څارنې لپاره ۱۰۸ کیلومتره سړک جوړ شوی، ۷۸ کیلومتره مسیر کیندل شوی او ۳۶ کیلومتره نللیکه تر ځمکې لاندې خښ شوې ده.
وزارت زیاته کړې، چې د پروژې لومړي کمپ ته د ۹۸ کیلومتره نللیکې لېږد هم بشپړ شوی دی. همدارنګه، د هرات ولایت لپاره د طبیعي ګازو د وېش شبکې د جوړولو په موخه له افغان شرکتونو سره خبرې روانې دي. د معلوماتو له مخې، یوې خصوصي کمپنۍ د شاوخوا ۴۲۰ میلیونه امریکایي ډالرو پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.
د یادې پانګونې په عملي کېدو سره به نږدې درې زره کسانو ته په مستقیم ډول او شاوخوا ۷۰ زره نورو ته په غیرې مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال د ټاپي پروژې په بېلابېلو امنیتي، اداري او تخنیکي برخو کې ۵۹۵ افغانان پر دندو بوخت دي، چې ډېری یې د پروژې د امنیت د تأمین مسئولیت پر غاړه لري.
د یادونې وړ ده، چې د ټاپي پروژې له بشپړېدو سره به هرات ولایت د هېواد په مهم صنعتي مرکز بدل شي. تمه ده، چې د طبیعي ګازو په رسېدو سره به زرګونه تولیدي فابریکې فعالې شي، د صنعت او سوداګرۍ لپاره به د انرژۍ نوي فرصتونه رامنځته شي، د برېښنا د تولید ظرفیت به لوړ شي او د کیمیاوي، پتروشیمي او نورو صنعتي محصولاتو د تولید زمینه به هم برابره شي.

