د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د څرخي پله زندان له یو شمېر بلاکونو څخه لیدنه کړې او د بندیانو وضعیت یې ارزولی دی.
په دې لیدنه کې بندیانو ته د خدمتونو وړاندې کول، روغتیايي وضعیت، د خوراکي توکو کیفیت، تعلیمي چارې او د زندان ادارې اړوند نورو برخو ارزونه شوې ده.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال د بندیانو د ستونزو پر حل، د خدمتونو پر ښه والي او د هغوی د اسلامي او بشري حقونو پر ټینګښت ټینګار کړی.

