رویټرز راپور ورکړی، چې د فرانسې په سوېل لوېدیځ ساحلي سیمو کې ځنګلي اورونه د بوردو ښار پر لور خپاره شوي، چې له امله یې د ښار په شاوخوا سیمو کې زرګونه کسان له خپلو کورونو ایستلو ته اړ شوي دي.
د فرانسې چارواکو ویلي، چې په فرانسه کې روانو ځنګلي اورونو ۹۸ زره هکټاره ځمکه سوځولې ده، چې دا اندازه د پخوا په پرتله یو ریکارډ دی.
همداراز په اسپانیه کې هم د اورونو له امله د مړینې پېښې ثبت شوي دي، د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ په دواړو هېوادونو کې د اورلګېدنو له امله لسګونه زره وګړي بېځایه شوي دي.

