د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ادارې ویلي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست او د معتبرو نړیوالو بنسټونو د وړاندوینو له مخې، نن یکشنبه (د زمري ۴مه) د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې، تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
د دغې ادارې په وینا، د سېلابونو د راوتلو اټکل په کاپیسا، پنجشیر، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، میدان وردګ، غزني، بدخشان، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې شوی دی.
همدارنګه یاده اداره زیاتوي، چې په یادو ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۳۵ مليمتره پورې اټکل شوې ده.همدارنګه په مرکزي، ختیځو، سوېلي، سوېل ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو د لګېدو وړاندوینه هم شوې ده.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ادارې د دغو ولایتونو له خلکو غوښتنه کړې، چې د سیندونو له غاړو او هغو سیمو څخه، چې د سېلابونو د راوتلو خطر پکې شته، لرې پاتې شي او د پېښو پر وړاندې د مبارزې ولایتي کمېټو له لارښوونو سره سم لازم احتیاطي تدابیر عملي کړي.
یادې ادارې همداراز ټولو ولایتي مسولینو او اړوندو کارکوونکو ته سپارښتنه کړې، چې د احتمالي خطرونو د مخنیوي او بیړنیو پېښو ته د چټک غبرګون لپاره د بشپړ چمتووالي په حالت کې واوسي.

