ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کېږي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع په ارګ کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجه‌یف په مشرۍ د لوړ پوړي پلاوي هرکلی وکړ.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمد‌الله فطرت وايي، چې یاد پلاوی به د افغانستان اسلامي امارت له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر اخوند، د کانونو او پټرولیم، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او  ټولګټو وزارتونو له وزيرانو سره په جلا لیدنو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، پانګونې او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.