ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سترې محکمې اداري مرستیال بامیان ته د رسمي سفر پر مهال د قضايي خدمتونو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی

د سترې محکمې اداري مرستیال، شیخ سخاءالله سعید، د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ بامیان ولایت ته رسمي سفر کړی او هلته یې د یاد ولایت د مرافعه او اړوندو محاکمو چارې ارزولې دي.

د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، شیخ سخاءالله سعید د بامیان ولایت د مرافعه محکمې په تالار کې د قضایي مسولینو سره په لیدنه کې ویلي، د افغان ولس د قربانیو او جهاد اساسي موخه د اسلامي نظام حاکمیت و، چې د الله تعالی په فضل ترلاسه شوه.

د نوموړي په وینا، د اسلامي نظام موخه د الهي احکامو پلي کول، د ظلم مخنیوی، د مظلوم ملاتړ، د فساد مخنیوی او په ټولنه کې د عدالت ټینګښت دی، چې د شرعي محکمو له لارې عملي کېدای شي.

همدارنګه شیخ سخاءالله سعید قاضیانو او د محکمو ټولو منسوبینو ته سپارښتنه کړې، چې خپلې دندې په تقوا، امانتدارۍ او اخلاص ترسره کړي او له هر هغه عمل څخه ډډه وکړي، چې د محکمو اعتبار، د قاضیانو حیثیت او د خلکو باور ته زیان رسوي.

سرچینې لیکلي چې د سترې محکمې اداري مرستیال د باميان ولايت د مرافعه او ښاري ابتدائيه محکمې د دېوانونو له رییسانو او د يو شمېر ولسواليو د ابتدائيه محاکمو له رییسانو سره جلا ناستې کړې او د هغوی ستونزې او وړانديزونه يې اورېدلي دي.

همدرانګه دغه پلاوي د بامیان له مرستیال والي، د علماوو شورا، محبس او یو شمېر نورو امارتي ادارو له مسولینو سره هم لیدنه کړې او د عدلي او قضایي خدمتونو د پیاوړتیا او د ادارو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي په اړه یې خبرې کړې دي.