د دفاع وزارت ویلي، چې د دې وزارت اړوند د مرکزي قطعاتو او سیمهییزو قولاردوګانو ۶۹ تنه ځوانان د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړهییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو فارغ شول.
د وزارت د معلوماتو له مخې، دغو سرتېرو د انجنیرۍ تسهیلاتو، د سړکونو د سروې او ډیزاین، حفظ او مراقبت، د مخابرې تکتیک او هارس مخابرې په برخو کې مسلکي روزنه ترلاسه کړې او د فراغت مراسم یې د یادې قومندانۍ د قومندان، مولوي نصیب الله «مدني»، په شتون کې ترسره شول.
د جګړهییزو ګډو زده کړو قومندان د فراغت مراسمو ته په وینا کې د پوځي زده کړو پر اهمیت او ارزښت ټینګار وکړ او له فارغانو یې وغوښتل، چې د پوځ د نظم او ډسپلین د ټینګښت لپاره وضع شوي اصول او قوانین په بشپړ ډول رعایت او عملي کړي.
بلخوا، نویو فارغانو مسولینو ته ډاډ ورکړ، چې د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه به په مېړانه دفاع او ساتنه کوي.

