ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاع‌رسونې بهیر د پیاوړتیا په موخه د همغږۍ ناسته وشوه

د اطلاع‌رسونې بهیر د پیاوړتیا او د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د تعامل او همغږۍ د کچې د لوړولو په موخه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې، حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې برنامې تر عنوان لاندې د همغږۍ یوه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د امارتي ادارو لوړپوړو چارواکو او مسولینو، د رسنیو استازو او یو شمېر شنونکو ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس مولوي نعیم‌الحق حقاني، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د برنامې د موخو او د تطبیق د څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.

مولوي نعیم‌الحق حقاني ویلي، دغه برنامه د امارتي ادارو د فعالیتونو او لاسته راوړنو د انعکاس او همدارنګه د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د لا پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ده.

دغه‌راز د ریاست‌الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د رسنیو پر رول او اهمیت خبرې کړې دي او ویلي یې دي، دا ډول ناستې او برنامې د امارتي ادارو د لاسته راوړنو، خدمتونو او پرمختیايي پروژو په اغېزناک انعکاس کې مهم او رغنده رول لري.

همدارنګه، د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد، د یادې برنامې په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړي او او زیاته کړې یې ده؛ چې اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي او اړتیا ده، چې دغه لاسته راوړنې د رسنیو له لارې له هېوادوالو سره شریکې شي.

ښاغلي مجاهد ویلي، د دغو لاسته راوړنو د انعکاس او خلکو ته د کره او باوري معلوماتو د رسولو لپاره د ورته ناستو او برنامو جوړول مهم دي.

ورته مهال د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رییس شیخ‌ نورالحق انور، د اطلاع‌رسونې پر اهمیت خبرې کړي او ټینګار یې کړی؛ چې کره، پر وخت او باوري اطلاع‌رسونه د عامه پوهاوي د لوړولو او د ولس او حکومت ترمنځ د باور او اعتماد د لا پیاوړتیا لامل ګرځي.

همدارنګه، د اطلاعاتو او کلتور وزیرشیخ شیر احمد حقاني، هم په خپلو خبرو کې دغه اقدام د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د تعامل او همکارۍ د کچې د لوړولو لپاره مهم بللی او ویلي یې دي؛ چې دا ډول ناستې د اطلاع‌رسونې د بهیر په پیاوړتیا او د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ په زیاتوالي کې ارزښتناک رول لري.

ورته مهال د غونډې په لړ کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی رییس مولوي احمدالله وثیق، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رییس، شیخ‌ مفتي محمود ذاکري، هم په خپلو ویناوو کې د دغې برنامې هرکلی کړی، دا یې یو مهم او ګټور اقدام بللی او د ورته ناستو او برنامو پر دوام او لا پراختیا یې ټینګار کړی دی.