ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له هرات څخه امریکا ته د ډبرو لومړۍ صادراتي جوپه ولېږدول شوه

د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، چې له دغه ولایت څخه امریکا ته د ۱۰۰ زره ډالرو په ارزښت د ډبرو لومړۍ صادراتي جوپه ولېږدول شوه.

دا اقدام دهېواد دکانونو د صادراتو د پراختیا او په نړیوالو بازارونو کې دافغانستان دپیاوړتیا لپاره مهم ګام بلل کېږي.

په دغې صادراتي جوپه کې د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ د کانونو تورې ډبرې لېږدول شوې دي.

د یادونې وړ ده، هرات د افغانستان له مهمو اقتصادي ولایتونو څخه دی، چې د بډایه کانونو، مناسب سوداګریز موقعیت او د صنعت په برخه کې د پام وړ ظرفیتونو له امله د هېواد د صادراتو په پراختیا کې مهم رول لري.