ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مهمې لاسته راوړنې!

د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح‌الله مجاهد، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» کنفرانس پر مهال د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مهمې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې او تشریح کړې، چې مهمو ته یې په لاندې توګه کتنه کوو.

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مهمې لاسته راوړنې

د ځمکو د تثبیت او استرداد په برخه کې

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې، په ټول هېواد کې له ۲ میلیونه او ۴۴ زره جریبه څخه زیاتې امارتي او وقفي غصب شوې ځمکې تثبیت شوې دي. همدارنګه، په همدې کال کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لارې د ۹۴۹ زره او ۶۶۴ جریبه امارتي او وقفي غصب شویو ځمکو په اړه ۲۷۶ د استرداد پرېکړې صادرې شوې دي.

همدارنګه، د ۳۳ ښارګوټو په اړه د استرداد پرېکړې صادرې شوې او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد د قانون د ۱۷مې مادې له مخې، دغه موضوعات د نورو قانوني پړاوونو د بشپړولو لپاره د امارتي، عامه څړځایونو او وقفي غصب شویو ځمکو د قضیو ځانګړو محکمو ته راجع شوي دي. سربېره پر دې، د متصرفینو د نه قناعت له امله د ځمکو د غصب ۱۱۹ نورې قضیې هم ځانګړو محکمو ته سپارل شوې دي.