د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیحالله مجاهد، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» کنفرانس پر مهال د ۱۴۴۷ هـ ق کال د سترې محکمې مهمې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې او تشریح کړې، چې مهمو ته یې په لاندې توګه کتنه کوو.
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د سترې محکمې مهمې لاسته راوړنې
الف: د محکمو د تشکيل په برخه کې
اوس مهال په ټول هېواد کې د ځمکو د غصب د مخنیوي ۴ ځانګړې محکمې، په کابل کې د نشهیي توکو اړوندو قضیو لپاره ځانګړې ابتدائیه محکمه، ۶ استیناف (مرافعه) نظامي محکمې، ۸ ابتدائیه نظامي محکمې او د استیناف او تمیز په محکمو کې د نظامي منسوبینو ځانګړی دیوان فعالیت لري.
همدارنګه، د دولتي کارکوونکو د تقاعدي حقونو د قضیو محکمه، د اداري فساد قضیو ته د رسېدنې محکمه او د غایبو اشخاصو د ملکیتونو د ارزونې نظامي محکمه هم رامنځته شوې او خپل فعالیت یې پیل کړی دی. سربېره پر دې، د تېرې ادارې د نه تطبیق شویو پرېکړو د ارزونې ځانګړې محکمې د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې فعالې دي او د خلکو ګڼو ستونزو ته یې رسېدنه کړې ده.
د قضیو د چټکې څېړنې لپاره ابتدائیه محکمې مکلفې شوې دي چې دوسیې تر یو نیم میاشتې، او مرافعه او تمیز محکمې تر یوې میاشتې پورې فیصله کړي. د دې حکم عملي کېدو د قضیو د څېړنې بهیر ګړندی کړی او د خلکو رضایت یې زیات کړی دی.
ب: د قضیو د څېړنې او فیصلې په برخه کې
د راټولو شویو شمېرو له مخې، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د هېواد په ابتدائیه، مرافعه، تمیز او ځانګړو محکمو کې ټولټال ۲۶۲ زره او ۹۳۷ قضیو ته رسېدنه شوې ده.
سترې محکمې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې ۶ زره او ۴۳۱ قضایي او اداري موضوعاتو ته، چې جزایي، مدني، سوداګریزې، کورنۍ او شکایتونه پکې شامل دي، رسېدنه کړې او د بېلابېلو ادارو له لوري د استول شویو ۶۷ استفتاوو په اړه یې د شریعت او حنفي فقهې پر بنسټ شرعي ځوابونه وړاندې کړي دي.
همدارنګه، قضیو ته ، د رسېدنې د بهیر د چټکتیا او د خلکو د رضایت د زیاتوالي په موخه، ۷۱ زره او ۶۷۴ حقوقي دعوې د سولې او ابراء له لارې حل او فصل شوې دي، چې د شخړو په سولهییز حل کې یې مهم رول لوبولی دی.
ج: د وثایقو په برخه کې:
د ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د هېواد د محکمو له خوا صادر شوي ۱۶۰ زره او ۳۴۶ بیلا بېل شرعي وثایق اجراء او په اړونده ډیټابېس کې ثبت شوي دي. همدارنګه د نشه یې توکو د مخنیوی او له هغوی سره د مبارزې په برخه کې ۱۷ زره او ۶۴۲ قضایاو ته رسېدنه کړې ده.
د دې ترڅنګ کار اهل کار ته د سپارلو او د قضايي چارو د لا ښه والي په موخه د ۱۷۲۰ علماء کرامو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې اوسمهال د یادو ګډون کوونکو علماء کرامو له جملې څخه بریالي شوي علماء کرام د سترې محکمې اړوند د قضايي تعلیماتو په ریاست کې په قضايي زده کړو بوخت دي.
د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د کوچني اختر په مناسبت او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د حکم له مخې، ۹ زره او ۳ بندیان خوشې شوي یا یې د بند موده کمه شوې ده.

