د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیحالله مجاهد، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» کنفرانس پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت مهمې لاسته راوړنې د ۱۴۴۷ هـ ق کال مهمې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې او تشریح کړې، چې مهمو ته یې په لاندې توګه کتنه کوو.
په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مهمې لاسته راوړنې
الف: د ګرځندوی او فرهنګي ـ تاریخي آثارو په برخه کې
د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې، ۱۰ زره بهرنیو وګړو او شاوخوا ۸ میلیونه کورنیو سیلانیانو د هېواد له تفریحي سیمو او تاریخي، فرهنګي او طبیعي جاذبو څخه لیدنه کړې ده.
په همدې موده کې، ۸۰۰ سیاحتي او زیارتي شرکتونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي، د ۶۰۰ شرکتونو جوازونه تمدید شوي او د ۸۰ شرکتونو د فعالیت جوازونه لغوه شوي دي. همدارنګه، په کابل کې د ۱۹۵۸ او په ولایتونو کې د ۸۵۵ نورو سیاحتي او زیارتي شرکتونو پر فعالیتونو دوامداره څارنه شوې ده.
ب: د تاریخي آثارو د مرمت او ساتنې په برخه کې
د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې، د کابل، هلمند، کندهار، بامیان، کونړ، غزني، پکتیا، پکتیکا، لغمان، جوزجان، سمنګان او بلخ ولایتونو ۳۲ تاریخي ابدې ترمیم او مرمت شوې دي.
همدارنګه، د کابل، لوګر، پروان، بغلان، پکتیا، فراه او فاریاب ولایتونو ۴۴ لرغونې سیمې تثبیت او په ډیټابېس کې ثبت شوې دي. په همدې موده کې، د مرکزي لابراتوار له لارې ۲۰۲ منقول لرغوني آثار هم ترمیم او مرمت شوي دي.
سربېره پر دې، ۱۶۹۵ لرغوني آثار مرکزي او ولایتي موزیمونو ته لېږدول شوي، ۱۱۸۰ تاریخي آثار په ملي موزیم او ۸۱۵ نور آثار د لوګر، غزني، هرات او بادغیس په موزیمونو کې ترمیم او مرمت شوي دي.
همدارنګه، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ۱۳۴ تاریخي آثارو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
ج: د شعر او ترانې په برخه کې
د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې، د پکتیا، نورستان، زابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې ۵ سترې مشاعرې ترسره شوې او د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې شاعرانو او ترانهویونکو ته روزنیز سیمینارونه جوړ شوي دي.
په همدې موده کې، د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ټولټال ۲۰۰ نوې ترانې ثبت شوې دي.
د: رسنیزه برخه:
د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو د ترویج په موخه له رسنیو سره ګڼې غونډې ترسره شوې دي. په دې موده کې ۱۶ راډیوګانو، ۱ وېبپاڼې، ۵ چاپي رسنیو، ۲ خبري آژانسونو، ۹۰ یوټیوب چینلونو او ۲۷ فرهنګي بنسټونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.
همدارنګه، د ۲ تلویزیونونو، ۲۹ راډیوګانو، ۴ چاپي رسنیو او ۱۲ فرهنګي بنسټونو د فعالیت جوازونه هم تمدید شوي دي.
هـ: د کتابونو په برخه کې
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هڅو په پایله کې، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د دولتي فعالو کتابتونونو شمېر ۱۱۴ ته رسېدلی دی.
په همدې موده کې، د ۴۰ خصوصي کتابتونونو څارنه شوې او ۹۲۹ جلده هغه کتابونه چې له معیارونو او اصولو سره په ټکر کې وو، له خصوصي کتابتونونو څخه راټول شوي دي.
همدارنګه، د کتابونو د ارزونې کمېسیون د ۳۷۰ بېلابېلو کتابونو ترڅنګ، ۱۵ زره او ۵۲۵ جلده وارداتي او صادراتي کتابونه هم ارزولي دي.
سربېره پردې، د لیکوالانو د حقوقو د خونديتوب په موخه، د ۷۰۰ جلده کتابونو په تړاو اړین اقدامات هم ترسره شوي دي.
و: د فرهنګي هویت د ساتنې په برخه کې
د سپېڅلو ځایونو، سړکونو او څلورلارو د نومولو کمېسیون د هېواد په کچه د ۳۰ څلورلارو، ۱۹ سړکونو، ۳ دوهلارو، ۱ درېلارې او ۱۳ عامه ځایونو نومونه ټاکلي دي.
همدارنګه، د کلمو او اصطلاحاتو د سمې کارونې په موخه، په ټول هېواد کې ۳ زره او ۹۰۰ لوحې او تابلوګانې ارزول شوې، ۹۰۰ لوحې او تابلوګانې چې له اصولو سره په ټکر کې وې، اصلاح شوې او د ۲۷۵ بهرنیو کلمو او اصطلاحاتو لپاره په ملي ژبو مناسب معادلونه ټاکل شوي دي.

