ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مهمې لاسته راوړنې!

د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح‌الله مجاهد، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» کنفرانس پر مهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مهمې لاسته راوړنې د ۱۴۴۷ هـ ق کال مهمې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې او تشریح کړې، چې مهمو ته یې په لاندې توګه کتنه کوو.

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مهمې لاسته راوړنې

الف: د شخړو د حل په برخه کې

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري په ټول هېواد کې ۴۳۲ شخړې حل او فصل شوې دي، چې له دې ډلې ۹۹ سترې او ۳۳۳ کوچنۍ شخړې وې.

ب: د ملي یووالي د ټینګښت په برخه کې

د قومونو ترمنځ د یووالي د پیاوړتیا، د ټولنیز ثبات د تأمین او د اسلامي ورورولۍ د روحیې د غښتلتیا په موخه، د ولایتونو په کچه ۳۳ سترې قومي غونډې او د ولسوالیو په کچه ۴۲۶ ولسي غونډې ترسره شوې دي.