ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په نورستان کې سېلابونو یو ځل بیا خلکو ته درانه زیانونه اړولي

د نورستان د پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست وایي، چې نن دوشنبه د غرمې وروسته د دې ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې سختو ورښتونو او سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې سېلابونو کې شاوخو ۸۷ کورونه، یو شمېر ځمکې، بڼونه او سربندونه ویجاړ شوي دي.

 دغه راز په دې سېلابونو کې د درېیو ماشومانو د لادرک کېدو خبر هم ورکړل شوی، خو د نورو ځاني تلفاتو په تړاو تراوسه څه نه دي ویل شوي.