عدلیې وزارت ویلي، چې مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې، د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ په باړې کلي کې د ۱۵۱ جریبه ځمکې د اسنادو او مدارکو تر ارزونې وروسته پرېکړه کړې، چې یاده ټوله ځمکه امارتي ملکیت دی.
یاد وزارت د راپور له مخې، د دغې ځمکې موضوع تر دې وړاندې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري څېړل شوې وه، خو د ځینو اشخاصو د نه قناعت له امله، د یاد قانون د ۱۷مې مادې له مخې یې دوسیه د وروستۍ پرېکړې لپاره اختصاصي محکمې ته سپارل شوې وه.
اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو، املاکي دفاترو او د اړوندو ادارو د معلوماتو له هر اړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه وکړه، چې د یادې سیمې ټوله ۱۵۱ جریبه ځمکه امارتي ملکیت دی.
د محکمې د پرېکړې له مخې، متصرفین مکلف دي، چې یاده ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.
د عدلیې وزارت په وینا، په ټول هېواد کې د امارتي غصب شویو ځمکو د تثبیت، ارزونې او بېرته راګرځولو بهیر دوام لري او اړوند کمېسیونونه، ولایتي تخنیکي پلاوي او اختصاصي محکمې د اسنادو، مدارکو او د امارتي ادارو د معلوماتو له دقیقې څېړنې وروسته پرېکړې کوي.

