عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د لوړو زده کړو وزیر، د یاد وزارت مرستیالان، مرکزي رییسان، د دیني جامعاتو او ټولو امارتي پوهنتونونو رییسان، خپل حضور ته وبلل او اړینې لارښوونې یې ورته وکړې.
د ارګ د خبر پاڼې له مخې؛ عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی علماوو ته په خطاب کې وویل: تاسو ته الله جل جلاله د خیر اراده کړې ده، چې علم یې درکړی دی؛ نو تاسو ته چې الله پاک اراده د خیر کړې ده، فقاهت في الدین یې درکړی دی، دا فقاهت في الدین، الله پاک ته ډېر غوره او بهتر مقام دی، مؤمنان چې دي؛ ټول الله پاک ته مکرم او معظم دي او په مؤمنانو کې بیا الله تعالی علماء کرامو ته یو خاص مقام ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې؛ په ځمکه کې يې علماء کرام تر انبياء علیهم السلام وروسته خپل نائبان مقرر کړي دي او علماء کرام د انبياؤو علیهم السلام ورثه دي، چې تر انبياء علیهم السلام وروسته یې وظيفه دوی ته سپارلې ده، د انسانانو د اصلاح مقام، الله پاک علماء کرامو ته ورکړی دی، چې انسانان اصلاح او جوړ کړي، انسانانو ته انسانیت وروښيي او د انسانیت په لار یې روان کړي؛ ځکه الله پاک انسان ډېر قدرمن او مکرم پیدا کړی دی.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل: الله پاک علماء کرامو ته دروند مسولیت ورکړی دی، کوم مقام یې چې ورکړی دی همدومره يې مسولیت هم زیات دی؛ الله پاک چې دا دین تر دغه وخته ساتلی او تر انبياؤو علیهم السلام وروسته یې په دغه علماؤو ساتلی دی؛ هر کله چې چا د دین خلاف حرکت کړی، علماء کرام یې مقابلې ته راوتلي دي او د دین د حفاظت لپاره یې قدم پورته کړی دی، د دین او د عقیدې ساتنه له انبياء کرامو علیهم السلام وروسته علماوو کړې ده او دا د علماوو مسولیت دی چې ساتنه به يې کوي.
د عاليقدر اميرالمؤمنین حفظه الله تعالی په وینا: علماء کرام به خلکو ته دین بیانوي په شريعت به يې پوهوي او امیران به اجراآت کوي؛ که د علماوو نصيحت او ديني پوهاوی او د حکومت سیاست دواړه په سمه روان وو، بیا به ټول خلک اصلاح وي، بیا به په خلکو کې فساد نه راځي.
نوموړي زیاته کړې: علماء کرام په جامعه کې د زړونو حيثیت لري، نو زړه چې اصلاح شي، نور اندامونه ټول اصلاح کېږي او امیران (أمراء) هم په خلکو کې د زړه حیثیت لري، چې هغه اصلاح شي نو ټول خلک اصلاح کیږي.
عاليقدر اميرالمؤمنین حفظه الله تعالی همداراز وویل: أمراء او مجاهدین او علماء کرام، دغه دوه جماعته چې پر دین ځانونه قربانوي، الله تعالی د خلکو د اصلاح لپاره معلوم کړي دي، که دغه کسان په صحیح مسیر وي، نو ټول خلک به پسې روان وي، ځکه خلک په دغه دوو جماعتونو پسې اقتدا کوي، نو ټول بايد خپل مسولیت په سمه توګه ترسره کړي، نن الله پاک د دیني خدمت ښه زمینه برابره کړی ده او وروسته له زیاتو کلونو، زیاتو ستونزو او زحمتونو څخه یو اسلامي شرعي نظام الله پاک پر دغه ځمکه (افغانستان) حاکم کړ او افغانانو ته الله پاک دا کامیابي ورپه برخه کړه.
عاليقدر اميرالمؤمنین حفظه الله تعالی مسؤولينو ته په خطاب کې وويل: ګورئ چې اوس غفلت درڅخه ونه شي، د دې نظام د استحکام لپاره کار وکړئ، هغه څه چې استحکام د حکومت پرې راځي، هغه اطاعت دی، اتفاق دی او وحدت دي، چې علماء کرام دې هم د ځان او هم د امت لپاره په دې برخه کې هڅې وکړی. علماء کرام دې لومړی اطاعت په خپلو ځانونو عملي کړي، ځکه خلک علماء کرامو ته ګوري هر څه له دوی زده کوي.
دغهراز عاليقدر اميرالمؤمنین حفظه الله تعالی په ځانګړي توګه د پوهنتونونو مسولينو ته په خطاب کې وويل: تاسو د پوهنتونونو رییسان، مشران او استاذان يو خاص مسوليت لرئ، ستاسو په لاس کې يو خاصه طبقه خلک دي، چې هغه د پوهنتونونو محصلين دي، چې هغه به په مستقبل کې د حکومت اجراآتو ته راوځي، هغه به د حکومت اجرائيه کارونه سرته رسوي، يا به ډاکتران وي، یا به انجنیران وي، يا به په نورو برخو کې بوخت وي او نور اجرائيه کارونه او د خلکو خدمتونه به کوي.
نوموړي د خپلي وینا په آخر کې مسؤلينو ته په خطاب کې زیاته کړې: الله پاک تاسو دا درانه خدمت ته درولي ياست، د محصلينو سره زحمت وګالئ، الله تعالی دي توفيق درکړي، لوی مسؤوليت در په غاړه دی، د خلکو ټول اميد تاسو ته دی او ويې ويل تاسو د پوهنتونونو مسؤولين ډېر کوښښ وکړئ چې محصلين په هر اړخيزه توګه وروزئ او ورته جدي توجه وکړئ، په ديني علم کې پوره پوهاوي ورکړئ.
په پای کې د لوړو زده کړو وزارت د کړنو او لاسته راوړنو تر شريکولو وروسته، ټولو علماء کرامو یوځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل شرعي نظام په حاکمیت کې به پوره کوښښ کوي.

