ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مسکو کې د افغانستان کرنیزو محصولاتو پلور لپاره بازار جوړيږي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې د مشرتابه پلاوي او د ازبکستان او روسیې د هېوادونو د یو شمېر سوداګرو په ګډون، د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د پانګونې د فرصتونو د ارزونې او د سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه د همغږۍ او تخنیکي غونډه ترسره شوه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي؛ چې په دې غونډه کې د ازبکستان او روسیې سوداګرو د غنمو د اوړو د تولید د کارخونو د جوړولو، د کرنیزو ماشینونو او د غلو دانو د پروسس د وسایلو د انتقال، د بڼوالۍ او مالدارۍ په برخو کې د پانګونې، د غوښې د صادراتو لپاره د اوږدمهاله قراردادونو د لاسلیک، د معیاري مسلخونو د جوړولو، د حیرتان بندر په شاوخوا کې د عصري سړو خونو د جوړولو، روسیې او ازبکستان ته د تازه او وچو مېوو او سبو د صادراتو د پراختیا په برخو کې خپل وړاندیزونه او پلانونه وړاندې کړل.

همدارنګه، سوداګریز پلاوي په مسکو ښار کې د یوه ګډ بازار د جوړولو لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه، څو په دغه بازار کې د افغانستان کرنیز او مالداري محصولات نندارې ته وړاندې شي او د روسیې او د سیمې د نورو هېوادونو بازارونو ته د دغو محصولاتو د ورپېژندنې او پلور زمینه برابره شي.

دغه‌راز ورته مهال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو د چمتووالي او پرمختګونو په اړه، چې ټاکل شوې د زمري میاشتې په ۲۰مه ترسره شي، معلومات وړاندې کړل.

نوموړي د هېواد د کرنې او مالدارۍ د ظرفیتونو په ورپېژندنه، د بازارموندنې د فرصتونو په رامنځته کولو، د پانګونې په جلبولو او د کورنیو محصولاتو د صادراتو په پراختیا کې د دغه نندارتون د جوړېدو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې د هڅو او په افغانستان کې د پانګونې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د صادراتو د پراختیا لپاره د بهرنیو پانګوالو د لېوالتیا له قدردانۍ سره، د اړوندو قوانینو او پالیسیو په چوکاټ کې یې د کرنې وزارت پر هر اړخیز ملاتړ او همکارۍ ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې دغه وزارت به د پانګونې د اسانتیا، د نندارتون د بریالي جوړېدو او د هېواد د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د پراختیا په برخه کې اړینه همکاري وکړي.