له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وايي، د تېرې ادارې د ملي امنیت د حفظ او مراقبت مرستیال عنايتالله اوریاخېل، په ولسي جرګه کې د بغلان پخواني استازي مامور احمدزي او په لوګر کې د پخوانۍ ادارې د امنیه قومندانۍ د امنیت امر مرستیال محمد رفیق ته د مصؤنیت کارتونه ورکړل شوي دي.
د یاد کمېسیون رییس شیخ شهابالدین دلاور، د راستنو شویو افغان شخصیتونو هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی چې د هغوی عزت، حیثیت او امنیت به خوندي وي.
ورته مهال يادو افغان شخصیتونو د هېواد اوسنی امنیتي وضعیت او د بیارغونې او ابادۍ چارې د پام وړ بللي او د کمېسیون له هڅو یې مننه کړې ده.

