ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل د شرطې له ښوونیز مرکز څخه ۴۳۲ تنه منسوبین فارغ شول

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند د ښوونې او روزنې لویې قومندانۍ د کابل د شرطې له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه د ۲۴مې دورې څخه ۴۳۲ تنه منسوبین، د یوې میاشتې اساسي، عقیدوي او مسلکي زده‌کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول.

د فراغت په مراسمو کې د ښوونې او روزنې لوی قومندان پاسوال قاري روح‌الله عبیده، د کابل د ښوونیز مرکز قومندان مل پاسوال مولوي قندآغا «سحاق»، د کورنیو چارو وزارت د حمایوي لوا قومندان مل پاسوال مولوي عبدالله یاسر او یو شمېر نورو مسولینو ګډون کړی و.

د ښوونې او روزنې لوی قومندان فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د استادانو هڅې وستایلې او له فارغانو یې وغوښتل چې خپلې ترلاسه کړې زده‌کړې په عملي ډګر کې وکاروي، امانتداري، انضباط، اخلاص او غوره اخلاق خپل کړي او له خلکو سره د ښه چلند له لارې د ولس باور لا پیاوړی کړي.

همداراز مسولینو پر اخلاص، مسولیت‌پالنې او د اسلامي او مسلکي زده‌کړو پر عملي کولو ټینګار وکړ. په پای کې ۴۳۲ تنو فارغانو ته تصدیق‌پاڼې ووېشل شوې او مراسم د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.