ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سرخرود ولسوالۍ کې د ۲۸۰ زره ډالرو په ارزښت د یوه روغتیايي مرکز لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه

د سرخرود ولسوالۍ اړوند د سیاسنګ روغتیايي مرکز لپاره نوې ودانۍ، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادار(UNHCR)په مالي همکارۍ د ۲ کالو په موده کې جوړه شوې، نن د ننګرهار د عامې روغتیا ريیس ډاکټر امیر محمد افتاب، د سرخرود ولسوالۍ د روغتیا مسول قاري جعفر روحاني، د شکایاتو د اوریدنې مسول قاري غلام حبیب جواد، ختیځ کې د UNHCR مسولینو، د سیمې اوسېدونکو او مشرانو په ګډون د یو لړ ځانګړو مراسمو او پټۍ پريکولو په ترڅ کې رسماً افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ننګرهار عامې روغتیا رییس افتاب د UNHCR ادارې څخه مننه وکړه، چې د روغتیايي مرکز لپاره یې یوه مجهزه او معیاري ودانۍ جوړه کړه او له دې اداې څخه یې وغوښتل چې د روغتیا په برخه کې هم له خلکو سره مرسته وکړي.

دغه راز د سیمې اوسېدونکو د عامې روغتیا رییس او د UNHCR ادارې مشر د دستار ور پسر کولو سره وستایل او د هغوی د خدمتونو قدرداني یې وکړه.