د افغانستان اسلامي امارت نږدې څلور کاله وړاندې د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد پر ۲۴مه هېواد له ښکېلاک څخه وژغوره او یو بشپړ خپلواک او اسلامي نظام یې حاکم کړ.
اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې ګڼې لاسته راوړنې لري او په بېلابېلو برخو کې بېساري پرمختګونه شوي دي. هېوادوال یې کړنې او لاستهراوړنې ستايي او وايي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته مو یو ځل بیا د ارام ساه واخیسته.
د میدان وردګو ولایت اوسېدونکی ښایسته ګل وایي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ولسونو ته د ارام ژوند زمینه برابره شوې او په ګڼو برخو کې ډېر کار او پرمختګ شوی دی.
د روزګان اوسېدونکی عبدالله شکور بیا وایي، چې د زمري ۲۴ مې د خپلواکۍ ورځې لپاره د اسلامي امارت مجاهدینو سترې قربانۍ ورکړې دي.
د بغلان اوسېدونکی قاري لطفالله د اسلامي امارت بریا پر هېواد د رڼا پيل ګڼي او وايي، چې د زمري پر ۲۴ مه د اسلامي امارت له بریا وروسته پر هېواد رڼا خپره شوه.
د افغانستان اسلامي امارت له نن څخه څلور کاله وړاندې په همدې ورځ (۱۴۰۰/۵/۱۸) د الفتح عملیاتو په لړ کې د سمنګان مرکز ایبک ښار فتحه کړ.
لومړنی ولایت نیمروز و، چې د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۵مه د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري فتحه شو.
د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۶مه د جوزجان مرکز شبرغان، پر ۱۷مه بیا کندوز، سرپل او تخار او پر ۱۸مه د سمنګان مرکز ایبک ښار فتحه شو.
د فتحې لړۍ په چټکۍ سره تر نورو ولایتونو هم ورسېده، چې د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۴مه کابل هم فتحه شو او په هېواد کې یو ځل بیا خپلواک او شرعي نظام حاکم شو.
د یادونې وړ ده، چې شپږ ورځې وروسته د زمري ۲۴مه د خپلواکۍ، له اشغال څخه د خلاصون او د لویې بریا ورځ په ټول هېواد کې په شانداره مراسمو نمانځل کېږي.

