ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ترکمنستان له زلزله‌ځپلو سره مرسته کوي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره د ترکمنستان د وزيرانو شورا مرستيال او د بهرنيو چارو وزير رشيد مردوف ټيلیفوني خبرې وکړې.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په ختیځو ولايتونو کې د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په هکله خپل د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.

همدا ډول يې د ترکمنستان د ملي رهبر قربانقلي بيردي محمدوف د خيريه بنسټ له لوري د بېړنیو بشري ‏مرستو، چې پوښاک، خیمې، درمل او خواړه پکې شامل دي، د افغانستان اسلامي امارت ته د ژر تسلیمولو خبر ورکړ.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر له خپل ترکمنستاني سيال څخه په دې لوی ناروین کې د غمشریکۍ، خواخوږۍ او د افغانانو د لاسنیوي څخه مننه وکړه او اړمنو ته یې د یادو مرستو د پر وخت رسولو ډاډ ورکړ.