د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر سید عباس عراقچي ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په کونړ کې د وروستۍ زلزلې له امله خواخوږي څرګنده کړې او د اړتيا وړ بشري مرستې ډاډ یې ورکړ دی.
دغه راز مولوي امیر خان متقي د ايران له بشري مرستې او همدردۍ مننه کړې او د پېښې په تړاو وروستي معلومات یې ورسره شریک کړي دي.

