ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته د اسلامي امارت غبرګون؛ د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا له هر څه زیات اهمیت لري

د افغانستان اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي امارت لپاره د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا له هر څه زیات اهمیت لري.

په اعلامیه کې راغلي: “امریکا ته په ټولو دوه اړخیزو مذاکراتو کې روښانه شوې ده، چې د اسلامي امارت لپاره د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا له هرڅه زیات اهمیت لري.”

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د دوحې په هوکړه‌لیک کې امریکا ژمنه کړې، چې «د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر ضد به له ځواک او ګواښ څخه کار نه اخلي او نه به یې په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي» نو په کار ده، چې خپلو ژمنو ته پابند واوسېږي.

پر همدې اساس یو ځل بیا یادونه شوې، چې د تېرو ناکامو تجربو د تکرار پر ځای باید عقلاني او واقعبینانه تګلاره خپله شي.

دغه‌راز په اعلامیه کې یو ځل بیا څرګنده شوې، چې د افغانستان اسلامي امارت د شرعي اصولو په رڼا کې د خپل متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې له ټولو هېوادونو سره د دوه اړخیزو او مشترکو ګټو په اساس مثبتې اړیکې غواړي.