ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

حماس اسلامي غورځنګ او اسرائیل نن په مصر کې غیرې مستقیمې خبرې اترې پيلوي

حماس اسلامي غورځنګ او اسرائیلي رژیم د ډونالډ ټرمپ د طرحې له مخې د غزې جګړې د پای ته رسولو د احتمالي هوکړې په موخه غیرې مستقیمې خبرې اترې پيلوي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د حماس غورځنګ پلاوی مصر ته رسېدلی او نن (دوشنبه، د تلې ۱۴مه) به له اسرائیلي رژیم سره د اوربند، د اسرائیلي اشغالګرو د وتلو او د بندیانو د خوشي کولو په تړاو خبرې پیل کړي.

حماس اسلامي غورځنګ ویلي، چې د خلیل الحیه په مشري یې پلاوی مصر ته رسېدلی او نن دوشنبه به خبرې اترې پیل کړي.

د اسرائیلي رژیم د لومړي وزیر دفتر بیا ویلي، چې پلاوی به یې نن د خبرو اترو په موخه مصر ته سفر وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د اوربند په تړاو د خبرو پر چټکتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې خبرې اترې به بریالۍ او چټکې وي.

نوموړي پر ټولنیزو رسنیو لیکلي: “تخنیکي ټیمونه به دوشنبه په مصر کې سره وګوري، تر څو وروستي جزیات روښانه او وارزوي. ما ویلي و چې لومړی پړاو باید همدا اونۍ بشپړ شي او زه له ټولو غواړم، چې چټک اقدام وکړي.”

که څه هم چې ټرمپ له اسرائیلي رژیم څخه غوښتي، تر څو په غزه کې خپل بریدونه ودروي، خو بیا یې هم عسکرو خپلو بمباریو ته دوام ورکړی دی. یوازې پرون یکشنبه د صهیونیستي عسکرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۴ فلسطینیان شهیدان شوي، چې څلور یې د بشري مرستو د وېش په مرکزونو کې په نښه شوي دي.