ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو له لوري د اوربند نقض؛ په تازه بریدونو کې یې ۶۳ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو د غزې پر بېلابېلو سیمو بریدونه پیل کړي، چې د ۲۴ ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۶۳ فلسطینیان پکې شهیدان شوي دي. په دې بریدونو کې ګڼ نور کسان ټپيان شوي هم دي.

دا بریدونه وروسته له هغه پیل شوي، چې د اسرائیلي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پر غزه تړانګه د «سختو بریدونو» امر ورکړ.

عیني شاهدانو ویلي، چې پرون سې‌شنبه ماښام د غزې ښار او خان یونس کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د فلسطین د ملکي دفاع ادارې ویلي، د غزې ښار په سویل کې پر یوه کورنۍ برید شوی، چې د درېیو ښځو په شمول څلور کسان پکې شهیدان شوي دي.

دغه‌راز په خان یونس کې هم یو موټر په نښه شوی، چې د دوو ماشومانو او یوې مېرمنې په شمول پینځه کسان پکې شهیدان شوي دي.

حماس اسلامي غورځنګ د اسرائیلي یرغلګرو تازه بریدونه غندلي او دا یې له اوربند څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.