د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، چې د کابل ښاروالۍ له لوري په سږ مالي کال کې د کابل ښار لپاره ۲۵۸ پروژې پلان شوې وې، چې ټولیز لګښت یې ۸.۱۲ میلیارده افغانۍ دی.
د ښاغلي مجاهد په وینا؛ له دغو پروژو څخه ۱۷۰ بشپړې شوي او نورې تر کار لاندې دي.
دغه راز ۱۴۲ نورې پروژې د خیریه ادارو لخوا تمویلیږي چې کابل ښاروالۍ یې مدیریت او څارنه کوي.

