بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دې وزارت د قونسلي چارو ریاست په پام کې لري چې زندانیانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه په ایران کې د ټولو افغان بندیانو په اړه دقیق معلومات او احصائیه راټوله کړي.
دغه وزارت په ایران کې د زندانیانو له کورنیو او خپلوانو غوښتي، چې د دې وزارت له لوري نشر شوې ځانګړې فورمه ډکه کړئ او لاندي واتساپ شمېرې ته یې واستوئ.
د واټساپ شمېره: ٠٠٩٣٧٨٢٤٤٦٠٤٥

