د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هېواد پخوانی لومړي وزیر عمران خان او مېرمن یې بشرا بي بي د راولپنډۍ یوې ځانګړې محکمې په ۱۷ کلونو بند او ۱۶.۴ میلیونه پاکستانۍ کلدارو جریمه محکوم کړي دي.
د راپورونو پر بنسټ، دغه قضیه د دولتي ډالیو د درغلۍ په تړاو ده، چې عمران خان او د هغه مېرمن د سعودي عربستان له ولیعهد څخه ترلاسه کړې وې.

