د لوړو زدهکړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم کندهار ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون له رهبرۍ، استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو سره غونډه کې هغوی ته اړینې لارښوونې وکړې.
ښاغلي ندیم په یاده غونډه کې محصلینو ته د علم او محصل پر اهمیت، د فکر ساتنې، د محصل مکلفیتونو او د دښمن پېژندنې په اړه خبرې وکړې.
د لوړو زدهکړو وزیر د قرانکریم او نبوي احادیثو له نظره د علم پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل:” تر څو چې علم وي، دین به وي او چې دین وي، دا دنیا به اباده وي، نو له همدې امله علم او علما لوړ مقام لري او زیاته یې کړه، علم هغه هستي ده، چې د دنیا او اخرت خیر ورپورې تړلی دی.”
دغهراز شیخ نداء محمد ندیم محصلین خپلو درسونو، مطالعې، د خپل فکر او عقیدې ساتنې او د دښمن پېژندنې ته متوجې کړل او ورته ویې ویل: «په درسونو کې کوښښ وکړئ، د نا اهلو کسانو له ملګرتیا ډډه وکړئ، له خپل عمر او ځوانۍ څخه اعظمي ګټه واخلئ، له ځيرک مبایلونو سره ډېره اړیکه مه ساتئ؛ ځکه چې وخت مو ضایع کوي، استعداد، اخلاق او ان عقیده مو هم در خرابولی شي.»
همدارنګه نوموړي زیاته کړه؛ چې تاسو خپلې کورنۍ، ټولنې او نظام ته ډېر مهم یاست او د نظام ډېره بودیجه پر تاسو مصرفیږي.
د لوړو زدهکړو وزیر محصلینو ته په خطاب کې وویل، چې یوازې په نظري زدهکړو بسنه ونه کړي او د پوهنتون مسولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د محصلینو لپاره د عملي زدهکړو زمینه برابره کړي.
همدارنګه ښاغلي وزیر د یاد پوهنتون د مسولینو غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

