ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د 108 کیلو مټره په اوږدوالي د قوش تېپې کانال لومړی فاز ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړي امارتي پلاوي نن سهار د قوش‌تېپې کانال د لومړي فاز ګټې اخیستنې او د دوهم فاز د چارو پیل مراسمو کې د ګډون په موخه بلخ ولایت ته سفر کړی.

 د قوش‌تېپې کانال لومړی فاز ۱۰۸ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د امو له سیند څخه پیلېږي؛ د حیرتان له اوږدو دښتو څخه تېرېږي او دولت اباد ولسوالۍ پورې رسیږي.

د یادولو وړ ده چې، د قوش‌تېپې کانال لومړي فاز چارې له ټاکلې نېټې اته میاشتې وړاندې بشپړې شوې دي.