د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا رییس مفتي عبدالرحیم شاهد، چې د قطر په نړیوال نندارتون کې د ګډون په موخه قطر ته تللی، په قطر کې له مېشتو افغان سوداګرو او شرکت لرونکو سره د یوې غونډې په ترڅ کې لیدنه کړې.
دغه غونډه چې د قطر په نړیوال نندارتون کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو په غرفو کې د بازارموندنې د ښه والي په موخه جوړه شوې وه، په کې د کورنیو تولیداتو په ځانګړي ډول د هېواد د کرنیزو محصولاتو د پلور لپاره د مناسب بازارموندنې په پار ټینګار شوی.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا رییس د هېواد د کورنیو تولیداتو د ښې نندارې پر دوام ټینګار کړی او له هغو سوداګرو او شرکتونو څخه، چې د افغانستان په استازیتوب یې په دې نندارتون کې کډون کړی غوښتنه کړې، چې د کرنیزو محصولاتو د غوره نندارې لپاره ټول اړین معیارونه په پام کې ونیسي او د هېواد کورنیو تولیداتو ته د ښې بازارموندنې لپاره هڅې وکړي.

