ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د قوش‌تيپې کانال لومړی فاز نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو او د دویم چارې پيل شوې

د قوشتيپې کانال د لومړي فاز چارې پای ته ورسېدې او د دوهم فاز د چارو پیل یې د هېواد لوړ پوړو چارواکو په ګډون نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې شوي.

د ریاست‌الوزار اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د قوش‌تیپې کانال لومړي فاز ګټې اخیستنې ته د سپارلو او دویم فاز د چارو پیل مراسمو کې ویلي؛ د دې کانال د جوړولو موخه چاته ضرر رسول نه، بلکې یوازینۍ موخه یې د افغانستان سرلوړي، د افغانانو ځان بسیاینه او د افغانستان له طبیعي زېرمو څخه په ښه ډول ګټه اخیستل دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د ویاړ ځای دی چې له ۴۰ کلن ناورین وروسته دومره ستره پروژه د افغانانو له لوري ډیزاین او ټول مصارف یې له داخلي بودیجې تمولېږي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، افغانستان کې تر اوسه د قوش‌تیپې په څېر ستره پروژه نه ده پلې شوې، د خوښۍ ځای دی، چې نن د قوش‌تيپې کانال ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي او د دویم فاز چارې یې پیلېږي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د دغې پروژې د لومړي فاز بشپړېدل د افغانستان د خلکو لپاره د کرنې او اقتصاد په برخه کې یوه ارزښتناکه لاسته راوړنه بللې او همدارنګه یې د دغې پروژې د دوهم فاز د چارو پیل د افغانستان د مظلومو خلکو لپاره د یوه ښه زیري یاد کړی.

نوموړي په هېواد کې د اقلیم بدلونونو د اغېزو او وچکالي وضعیت ته په اشارې سره د دغې پروژې پلي کول د افغانستان د خلکو لپاره حیاتي ګڼلې او ټینګار یې کړی، چې د قوش تیپې کانال د کوم هېواد په زیان نه دی او د یوې ملي پروژې په توګه د افغانستان د خلکو مسلم حق دی.

د کرنې سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري ویلي؛ د قوش‌تیپې کانال به مو له کرنیزه اړخه پر ځای بسیا کړي او غذايي خپلواکۍ ته به مو ورسوي.

نوموړي زیاته کړې؛ دا کانال به مو په سیمه کې د کرنیزو محصولاتو په برخه په تولیدوونکي هېواد بدل کړي.

د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي؛ قوشتیپه یو خوب و، خو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د اخلاص او قوي ارادې، د ملا برادر اخوند د ځانګړې پاملرنې او د ښاغلي عطاش د نه ستړي کېدونکي کار په برکت دا خوب او خیال په حقیقت بدل شو.

 نوموړي زیاته کړې؛ ګاونډیان باید اندېښنه ونه کړي، موږ به هېڅکله هم د امو په سیند کې د ګاونډیانو پر حقوقو تجاوز ونه کړو، موږ غواړو خپل حق ترلاسه کړو او په دې برخه کې باید څوک خنډ راته جوړ نه کړي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني ویلي؛ خوښ یم چې له ډېرو ستونزو وروسته د قوش‌تیپې کانال لومړي فاز چارې د افغان انجنیرانو په وسیله بشپړې شوې.

د بلخ والي حاجي محمد یوسف وفا ویلي، په تېرو حکومتونو کې د دې پروژو په څېر سترو پروژو ته پاملرنه نه ده شوې.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت یوازینی حکومت دی، چې هېواد کې یې پراختیايي او ملي پروژو ته پاملرنه کړې.

د ملي پراختیا شرکت رییس عبدالرحمن عطاش ویلي؛ ۲۰ کاله فکر دا و چې له بهرنیو متخصیصینو او مرستو پرته افغانستان حرکت نه شي کولای، خو اسلامي امارت د بهرنیو مرستو او متخصیصینو پرته د قوش‌تیپې کانال په جوړولو دا ثابته کړه، چې دا ادعا نا سمه ده.

د قوش‌تېپې کانال لومړی فاز ۱۰۸ کیلومټره اوږدوالی لري چې د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د امو له سیند څخه پیلېږي، د حیرتان له اوږدو دښتو څخه تېرېږي او دولت اباد ولسوالۍ پورې رسیږي.

د یادولو وړ ده چې د قوش‌تېپې کانال لومړي فاز چارې له ټاکلې نېټې اته میاشتې وړاندې بشپړې شوې دي.