د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په المان کې د افغان جرمن د همغږۍ ټولنې له رییس الیاس عمر او په کابل کې د افغان جرمن د سوداګرۍ او صنایعو خونې سرپرست محمد ذکریا احمدي سره لیدنه کړې.
الیاس عمر په تخنیکي او انجنیري برخو کې د مرستو او د الماني پانګوالو د جذب په اړه د کور او ښار جوړولو وزارت په پروژو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی.
نوموړي زیاته کړې، په المان هېواد کې ډېر شرکتونه د کور جوړونې په بېلا بېلو برخو او ښاري چارو کې ښې تجربې لري او ځينې شرکتونه لېوالتیا هم لري، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر ویلي، ټولو داخلي او بهرنیو پانګوالو او سوداګرو ملاتړ کوي او اسانتیاوې ورته برابروي، چې د کور او ښار جوړولو وزارت په اډانه کې پانګونه کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ په افغانستان کې ډېری پروژې پانګې اچونې ته چمتو دي، چې له ډلې یې د نوي کابل ښار ستره ملي او با ارزښته پروژه ده، چې د بیخ بنا په برخه کې پانګونې ته اړتیا لري او پانګوال کولی شي، چې دغه برخه کې هم پانګونه وکړي.

