د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امیر خان متقي د افغانستان لپاره د ترکيې جمهوري هېواد له نوي سرپرست سفير ښاغلي جنګ اونال سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې مولوي امير خان متقي د ترکيې نوي سرپرست سفير ته د ښه راغلاست تر څنګ په چارو کې د بريالیتوب هیله کړې او د افغانستان او ترکیې پر مشترکو تاریخي، دیني، کلتوري، سیاسي او اقتصادي اړيکو یې خبرې کړې دي.
نوموړي هيله څرګنده کړې، چې ښاغلی جنګ اونال به د افغانستان او ترکيې د اړيکو په لا پراختيا او پياوړتيا کې ښه کردار اداء کړي.
د ترکيې نوي سرپرست سفير په ورستيو کې هرات ولايت کې د زلزلې له امله شهيدانو او ټپيانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او په دې برخه کې یې د لا زياتو مرستو ډاډ ورکړی دی.
نوموړي ویلي، چې ترکيه به هميشه له افغانستان سره څنګ پر څنګ ولاړه وي.
ښاغلي اونال د دواړو هېوادونو د ښو او پياوړو علاقاتو د يادونې ترڅنګ ژمنه کړې، چې د دواړو هېوادونو د اړيکو په لا پراختيا کې به رغنده رول ولوبوي.
په پای کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له افغانانو سره د ترکيې هېواد خواخوږي ستایلې او د دوی له مرستو يې مننه کړې ده.

