د سرپل ښار پنځه څلورلارې (استقلال، مطبوعاتو، فرهنګ، وحدت او د ښار مرکز) په رسمي نومونو ونومول شوې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د یادو څلور لارو نوم ایښودنه د سرپل ولایت مقام د وړاندیز پر بنسټ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د څلورلارو او مقدسو ځایونو د نوم ايښودنې کمېسیون له لوري تر ارزونې او منظورۍ وروسته تر سره شوه.
د دې اقدام موخه د فرهنګي او ملي هویت پیاوړتیا، ټولنیز انسجام، ښاري نظم او د پتې موندنې په برخه کې اسانتیا رامنځته کول ښودل شوي دي.
ورته مهال، د سرپل اوسېدونکو هم دا اقدام د ښاري نظم د ښه والي او د دې ولایت د فرهنګي او ټولنیزو ارزښتونو د انعکاس په برخه کې یو مثبت ګام یاد کړ.

